پېژندنه
د مصنوعي لاسونو پروژه په افغانستان کې د ایفسي ګروپ له خوا پلې کېږي. دا لاسونه د کریډټ یونین د بشردوستۍ ګروپ (CUPG)  له خوا ورکړل شوي تر څو د کوپراتیفونو په وسیله افغان قربانیانو ته ووېشل شي. هغه کسان چې له کوپراتیفونو سره راجستر دي، کولی شي دا لاسونه په وړیا توګه ترلاسه کړي او د کوپراتیفونو د غړیتووب د اخیستلو اړتیا نشته.
د کریډيټ یونین د لاسونو د مرستې خپرونه د CUPG په وسیله رامینځ ته شوه او له دریو کلونو را په دېخوا یې د Rotary International له لاري ضرورتمندو کسانو ته لاسونه نصب او وېشلي دي. د CUPG مشورتي خدمتونو د کریډټ یونین پخوانيو مراجعینو، دا مصنوعي لاسونه د ډلې جوړونې او د پروسې د پرمختیايي تمریناتو په وسیله په ګډه سره په واشنګټن کې د بشردوستۍ او سلا ورکونې ګروپ د جوړوونکي، فرنک هکنی  د وینا پر بنسټ نصب کړي دي. د نږدې ۲۵ کریډیت یونین ټولنو ګډونکوونکو په سل ګونو لاسونه تر اوسه نصب کړي دي.
کلونو جګړو ډېری افغانان له معیوبیت سره مخامخ کړي چې له امله یې له خپل ځان او کورنیو سره مرسته کول ورته ګران برېښي. دې ته د ځواب ورکولو په موخه، د امریکې د متحدو ایالتوونو د کریډت یونین یوه ګروپ او نور ملاتړ دولتونه سره یو ځای شول تر څو له جګړه ځپلو خلکو سره چې د روغېدو پر مهال دي، د مرستې په موخه، مصنوعي لاسونه جوړ کړي.
طرح
•    په افغانستان کې د کوپراتیفونو د عملیاتو په وړاندې د ټولنې د مسئولیت د حس پراخول.
•    د مصنوعي لاسونو د وېشلو په وسیله د هغو معیوبیت لرونکو کسانو د ژوند د معیشت د کچې لوړول، چې د کوپراتیفونو د غړو له خدمتونو څخه کار اخلي.
•    د اړیتا په صورت کې، معیوبیت لرونکو کسانو ته د مالي خدمتونو د لاسرسي توان ورکول
موخې
•    د معیوبیت لرونکو کسانو د اغېزمنتیا ډېرول او په ټولنه کې د فعاله وګړو په توګه د هغوی راګډول.
•    د معیوبیت لرونکو کسانو د ژوند د معیشت سطحې ته وده ورکول.
•    په ټولنه کې د ایفسي ګروپ او کوپراتیفونو په اړه د خلکو د پېرزوینې او ښه نیت رامینځ ته کول.

اړیکه ونیسه

  • پته: دایفسی ګروپ دفتر، ده نودهبوری، دصوفی اسلام عالی ښوونځی ته مخامخ

    کابل - افغانستان
  •  ۱۰۸ ۸۸۸ ۷۲۹ (۰) ۹۳+
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. 
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
Scroll to top