ایفسي ګروپ د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې غړي-کوپراتیفونه لري. ټول کوپراتیفونه له افغانستان اسلامي جمهوري حکومت په قانوني توګه ثبت او راجستر شوي دي. غړي کوپراتیفونه د خپلو مېشتو سیمو وګړو لپاره د مالي خدمتونو لکه پور ورکول او د جاري حسابونو جوړولو په وړاندې کولو سره په فعاله توګه ونډه اخلي.
دې کوپراتیفونو د " نه د خلکو لپاره بسپنه ورکول، خو یواځې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار" شعار لاندې له ۲۰۰۵ کال څخه را پدېخوا فعالیت درلودلی دی. دا کوپراتیفونه خپلو غړو ته دوه ډوله خدمتونه وړاندې کوي; اسلامي پور او د غړو سپما. پخپله ایفسي ګروپ انفرادي کسانو ته پور نشي ورکولی، خو کوپراتیفونه دا کار ترسره کولی شي. ایفسي ګروپ یواځې له هغو کوپراتیفونو سره کار کوي چې دا ډول خدمتونه وړاندې کوي.
کوپراتیفونه کوچني مالي بنسټونه دي چې په ډېره کچه د افغانستان په کلو بانډو کې کار کوي. دا کوپراتیفونه په منځنۍ کچه له ۱۰ څخه تر ۱۵ کارکوونکي لري. هغه کارکوونکي چې د کوپراتیفونو لپاره کار کوي، له خپلو سیمو څخه په کار ګومارل شوي دي. دا کوپراتیفونه له ۷ کسانو څخه د جوړ شوي بورډ له لوري چې هر کال په دیموکراټیکه توګه د ټولیزې شورا له لوري ټاکل کېږي.
د کوپراتیفونو له خدمتونو څخه د ګټې اخیستلو په موخه، شخص ښايي په خپله سیمه کې د مېشت کوپراتیف غړیتوب ترلاسه کړي. د دې لپاره چې د اړوند کوپراتیف غړیتوب ترلاسه کړل شي، ښايي شخص ۱۸ او یا له هغه څخه دېر عمر ولري.
له غړو څخه ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي چې د تل لپاره به د غړي اوسي او له یوه غړي څخه بل غړي ته لېږدول کېږي هم، خو بېرته اخیستل کېدای نشي. غړي کولی شي په یو کوپراتیف کې د هر څومره پیسو چې غواړي، پانګونه وکړي. هر کوپراتیف خپل مالي خدمتونه د مدیره هیئت په سلا سره وړاندې کوي. مدیره هیئت اووه قومي مشران، د دولت غړي، دیني علما او نور رانغاړي.
د یوه کوپراتیف هر غړی کولی شي له ۲۰۰ ډالرو څخه تر ۵,۰۰۰ ډالرو پورې شرعي پور واخلي، دا په داسې حال کې دي چې پورونه د اسلامي مرابحې په توګه ورکول کېږي او پور اخیستونکي ښايي خپل اخیستی پور له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې بېرته اړوند کوپراتیف ته ورکړي. د پور د بیا ورکولو موده د پور اخیستل شوو پیسو په کچه اړوند ده.

اړیکه ونیسه

  • پته: دایفسی ګروپ دفتر، ده نودهبوری، دصوفی اسلام عالی ښوونځی ته مخامخ

    کابل - افغانستان
  •  ۱۰۸ ۸۸۸ ۷۲۹ (۰) ۹۳+
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. 
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
Scroll to top