ایفسي دواړو ملي او نړیوالو زده کوونکو ته په دنده کې زده کړې او یا د انټرنشپ خدمتونه ارائه کوي. په ایفسي کې انټرنشپ،  په دنده کې د زده کړې یو سیسټم د هغو زده کوونکو لپاره دی چې له ښوونځي څخه وتلي او اوسمهال په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي او یا نه دي توانېدلي چې په پوهنتونونو کې داخله واخلي. انټرن (د دندې زده کوونکي) په معموله توګه د کالج او یا پوهنتون زده کوونکي وي، خو ایفسي ګروپ له ښوونځي څخه فارغین چې غواړي د راتلونکي لپاره نوي مهارتوته ترلاسه کړي، هم مني.
په افغانستان کې له ښوونځي څخه د فارغینو له ډلې چې هر کال پوهنتونونو ته د داخلې لپاره هڅه کوي، یواځې یو محدود شمېر زده کوونکي په پوهنتونونو کې د محدود ظرفیت له امله منل کېږي. دا د دې لامل کېږي چې ګن شمېر زده کوونکي له لوړو زده کړو څخه پاتې او د دندو له نه شتون سره مخامخ شي.
ایفسي ګروپ له ۶ څخه تر ۱۲ میاشتو پورې د انټرنشپ فرصت ملي او نړیوالو زده کوونکو ته چې د افغانستان په مالي سکټور کې د تجربې د لاس ته راوړلو په هڅه کې دي، برابروي. ایفسي ګروپ له زده کوونکو سره مرسته کوي تر څو د دندې په اړه زده کړه وکړي او په افغانستان کې یې د ایفسي ګروپ له شبکې سره معرفي کوي. ډېری زده کوونکي (۷۵٪) په ایفسي ګروپ کې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته په دندو ګومارل کېږي.
ایفسي ګروپ هغو زده کوونکو ته چې دا پروګرام سر ته رسوي، د یو ښه ماخذ ونډه لوبوي او هغه زده کوونکي چې په دې پروګرام کې ونډه اخلي، د زده کړې اړوند پالیسۍ پر بنسټ هغوی ته میاشتنی تنخوا هم ورکول کېږي.
د ایفسي ګروپ د سږ کال زده کړې د پروګرام اړوند مالوماتو د لاس ته راوړلو لپاره له This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. برېښنالیک له لارې له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ.

اړیکه ونیسه

  • پته: دایفسی ګروپ دفتر، ده نودهبوری، دصوفی اسلام عالی ښوونځی ته مخامخ

    کابل - افغانستان
  •  ۱۰۸ ۸۸۸ ۷۲۹ (۰) ۹۳+
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. 
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
Scroll to top