د اسلامي پانګونې او مالي کوپراتیفونو ګروپ (ایفسي ګروپ) په افغانستان کې د کوپراتیفونو د شبکې یوه ملي ټولنه ده چې د اسلامي پانګونې او مالي کوپراتیفونو او یا ایفسي ګروپ په نوم یادېږي.
ایفسي ګروپ د ۲۰۰۹ کال د نومبر په میاشت کې د افغانستان له اسلامي جمهوري حکومت سره د لاندې حکمونو په نظر کې نیولو سره راجستر شوه:
1.    د افغانستان کوپراتیفونو ته  کیفیت لرونکې تخنیکي مرستې
2.    د کوپراتیفونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول
3.    کوپراتیفونو ته د بسپنې موندل
4.    د کوپراتیفونو د عملیاتو منظمول او له هغو نظارت کول
5.    له کوپراتیفونو څخه  استازیتوب  او د کوپراتیفونو  د نفوذ پراخول
د ایفسي ګروپ مرکزي دفتر په کابل کې موقعیت لري او په ننګرهار، بلخ، هلمند، کابل او کندهار کې ۵ نور فرعي دفترونه لري.
ایفسي ګروپ د یوه بورډ له خوا چې نهه غړي لري، او اقتصادي کارپوهان، د خصوصي سکتور استازي، نړیوال کارپوهان، دیني علما او د سیمه ایزې شورا غړي پکې ګډ دي، چلول کېږي. د ایفسي ګروپ د څارونکو د بورډ په غړو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت د پارلمان غړي، د اقتصاد وزارت او د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي هم ګډ دي.
ایفسي ګروپ د کریډټ یونین د نړیوالې ټولنې برخه هم دی او په وروستیو کې د کریډت یونین ټایمز له خوا د تر ټولو ښه سیاسي خوځښت جایزه هم په واشنګټن کې ورکړل شوه.

اړیکه ونیسه

  • پته: دایفسی ګروپ دفتر، ده نودهبوری، دصوفی اسلام عالی ښوونځی ته مخامخ

    کابل - افغانستان
  •  ۱۰۸ ۸۸۸ ۷۲۹ (۰) ۹۳+
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. 
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
Scroll to top