۱.    د اجرائیوي چارو مشر (CEO)


د ایفسي اجرائیوي چارې د (CEO)، بشیرمحمد خان له خوا  پر مخ بیول کېږي.

خان د افغانستان د مالي سکټور په برخه کې پراخه تجربه لري. ښاغلی خان په افغانستان کې د Microfinance  اړوند دفترونو سره هم په Microfinance  بنسټونو کې د مالي کارپوه او همداراز د MISFA د ارزوني او سیالۍ په برخه کې د غړي په توګه کار کړی. بشیر خان د ایفسي ګروپ د څارنې او ارزونې د برخې مشري او عملیاتو لارښوونه هم په غاړه لرلي. ښاغلی خان د محاسبې په برخه کې د لیسانس درجه لري.


۲.    د څارنې او ارزونې مشر
ښاغلی نقیب الله هلال د څارنې او ارزونې برخې مشري په غاړه لري. ښاغلی هلال د افغانستان د مالي سکټور په برخه کې په بېلابېلو ظرفیتونو لس کاله تجربه لري. ښاغلی هلال د روزنې په برخه کې پیاوړې سابقه لري او د ایفسي ګروپ د څارنې او ارزونې چارو او همداراز د ایفسي کارکوونکو د روزنې په برخه کې کې یې اړینه ونډه لوبولې ده.


۳.    اداره او بشري سرچینې
ښاغلی فرهاد ساپی د ادارې او بشري سرچینو برخه پر مخ بیايي. ښاغلی ساپی د انگلیسی ژبې د ښوونې برخه کې کاري سابقه لري.   


۴.    د مالوماتي ټکنالوژۍ (IT) او MIS مشر
ښاغلی مجید خلیل د ایفسي ګروپ د IT  او MIS برخي مشر دی. مخکې له دې چې خپل کار له ایفسي ګروپ سره پیل کړي، ښاغلي مجید Association for Social Advancement سره دنده درلورلې ده. ښاغلی مجید په مستقیمه توګه له ټولو کوپراتیفونو سره د ټول نیټورک په برخه کې کار کوي او په افغانستان کې د ایفسي د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې یې ډېره اغېزمنه ونډه لرلې ده.


۵.    مالي او د حسابدارۍ برخه
ښاغلی امان صدیقی د ایفسي ګروپ د مالي او حسابدارۍ برخې مشر دی. 


د ایفسي ګروپ مرکزي دفتر په کابل کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې په بېلابېلو سیمو کې پنځه سیمه ایز دفترونه لري، چې په لاندې ډول دي:
۱.    د ننګرهار سیمه ایز دفتر چې د ایفسی ګروپ لخوا اداره کیږي
۲.    د بلخ سیمه ایز دفتر چې د ښاغلي سلطان محمود له خوا پر مخ بیول کېږي
۳.    د هلمند سیمه ایز دفتر  د ایفسی ګروپ لخوا اداره کیږي
۴.    د کابل سیمه ایز دفتر چې د ښاغلي محمد عالم له خوا پر مخ بیول کېږي
۵.    د کندهار سیمه ایز دفتر چې د ښاغلي اسد الله ستانکزي له خوا پر مخ بیول کېږي.

اړیکه ونیسه

  • پته: دایفسی ګروپ دفتر، ده نودهبوری، دصوفی اسلام عالی ښوونځی ته مخامخ

    کابل - افغانستان
  •  ۱۰۸ ۸۸۸ ۷۲۹ (۰) ۹۳+
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. 
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
Scroll to top