۱.    ښاغلی محمد اسمعیل رحیمی
ښاغلی رحیمي د افغانستان د بلخ ولایت د طب د پوهنځۍ فارغ دی او له مریم رشید خان پوهنتون څخه یې په اداره او سوداګرۍ کې ماسټري ترلاسه کړې ده. سربېره پر دې د امریکې د متحده ایالاتو له ویلیامس کالج څخه د اقتصاد او  پالیسۍ  جوړولو په برخه کې هم ماسټري لري. نوموړي په افغانستان کې د پرمختګ په برخه کې ډېره تجربه لري. ښاغلي رحیمي د اقتصاد وزارت د ارزونې او پالیسۍ عمومي مشر،  او بیا په همدې وزارت کې د بې وزلۍ د کمي د کارپوه ، په UNHabitat کي د سپما او پانګونې د پرورګرام د مدیر او په Mercy Groups کي د ټولنې د پرمختګ د همغږي کوونکي په توګه کار کړی دی. همداراز نوموړي په سیمه ایز پرمختګ، پالیسۍ، پلانونې او نورو برخو په ډېرو روزنیزو کورسونو کې ګډون کړی دی. په همدې توګه نوموړي د افغانستان په استازیتوب په ډېرو ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې برخه اخیستې ده. ښاغلي رحیمي د ادارې، پرمختګ، پلانونې، د کلو پراختیا، ښوونې، عامه اړیکو، بودجې جوړولو او مالي ادارې او همداراز څېړنیزو مهارتونو په برخه کې اداري پراخ ظرفیت لري. نوموړی په دري، پښتو، ازبکي او انګرېزي  ژبو په روانه توګه خبرې کوي.

۲.    ښاغلی جانان موسی زی
جانان موسی زی د بشري حقونو او مدني ټولنې فعال دی. جانان په ۱۹۷۹ کال کې زېږېدلی. نوموړي د قزاقستان د بشکیک په ښار کې د امریکايي پوهنتون- مرکزي اسیا څخه د لیسانس درجه لري. همداراز نوموړی د ژورنالیزم او عامه اړیکو په برخه کې د کانادا-اوتاوا له کارلټون پوهنتون څخه ماسټري اخیستې ده. د طالبانو له رژيم څخه وروسته، نوموړي په افغانستان کې په بېلابېلو پوسټونو کې کار کړی دی، لکه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د سیاسي مرستیال، په BBC کي د پروډیوسر او پلټونکی ، د سټار (د امریکايي پوهنتون-مرکزي اسیا رسمي میاشتنۍ خبرپاڼه) د مشر، په کاناډا- اوتاوا کې د Peace Dividend Trust  د پروژې د مشر او د کاناډا د مهاجرت او تباعت د اړیکو د ستراتیژست.  ښاغلي موسی زی په ډېرو برخوکې ، لکه د پرمختګ، مدني ټولنې، عامه اړیکو او رسنیو  کې په کافي توګه تجربه لري او همداراز یې په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د پرمختیايي سکټورونو، مدني ټولنې او رسنیو په برخه کې د استازي په توګه  ګډون کړی او په داسې کنفرانسونو کې یې ډېرې بیانیې هم ورکړې دي. جانان موسی زی په پښتو، دري او انګلیسي ژبو باندې په روانه توګه خبرې کوي او همداراز د روسي، فرانسوي او اردو ژبو په قاعدو او بنسټونو پوهېږي. ښاغلی موسی زی اوسمهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوی.

۳.    اغلې نسیمه نیازۍ
اغلې نسیمه نیازۍ په ۱۹۵۳ کال کې د هلمند ولایت په یوه افغانه کورنۍ کې زېږېدلې ده. د لوړو زده کړو له پای ته رسولو وروسته یې د نجونو د لېسې مدیریت په غاړه درلود.
اغلې نیازۍ له ۲۰۰۵ کال څخه را په دېخوا د ولسي جرګې (پارلمان) د اړیکو، ښاري، ټرانسپورټیشن، کورجوړولو او ښاروالۍ کمېټې غړې ده. نوموړې د پارلماني ټاکنو په دوو دورو کې د هلمند خلکو د استازې په توګه په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو کې بریالۍ شوه.
اغلې نیازۍ په هلمند ولایت کې د اسلامي پانګونې او مالي کوپراتیفونو غړي او ملاتړه ده; نوموړې له کوپراتیفونو سره له هره اړخه مرستې کړي او همداراز یې د کوپراتیفونو لپاره د خوندي او ښې کاري فضا په جوړولو کې مهمه ونډه لوبولې ده.

اړیکه ونیسه

  • پته: دایفسی ګروپ دفتر، ده نودهبوری، دصوفی اسلام عالی ښوونځی ته مخامخ

    کابل - افغانستان
  •  ۱۰۸ ۸۸۸ ۷۲۹ (۰) ۹۳+
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. 
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
Scroll to top