مشر:

ښاغلی خان جان الکوزی د مدیره هیئت مشر دی. بریالی سوداګر ښاغلي خان جان الکوزي د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونو ټاکل شوی مشرهم دی. نوموړی له افغان سوداګرو سره له نږدې کار کوي او ایفسي ګروپ ته د سوداګرۍ اړوند نظريې وړاندې کوي، تر څو دا ګروپ ترې ګټه اوچته کړي.

مشر- مرستیال:

ښاغلی حاجی رحم الدین حاجی اغا د مدیره هیئت مرستیال دی

سکرټر:
د ایفسي ګروپ بورډ له دریوسیمو; سهیلي، شمالي او ختیځ څخه چې پکې کوپراتیفونه موقعیت لري، درې استازي لري. دا غړي د ایفسي ګروپ په بورډ کې د خپلو اړوندو سیمو دغړو کوپراتیفونو په ګټه استازیتوب کوي 
 دوی او همداراز له کوپراتیفونو څخه وخت نا وخت دیدن کو،ي تر څو باور ترلاسه کړي چې کارونه سم روان دي

غړی:

الحاج مولوی عزیزالله مفلح دیني عالم دی. نوموړی د شیرشاه سوری جومات امام دی او د خورا ډېر نفوذ څښتن دی.

ښاغلی مفلح له ایفسي ګروپ سره په کوپراتیفونو کې د شرعي اړتیاوو د رعایت او پلي کولو په برخه کې مرسته کوی.

غړي:
اغلې محرمه ایوبی د جوزجان کوپراتیف پخوانۍ مشره ده. نوموړې له ۲۰۰۵ کال څخه را په دېخوا  د جوزجان کوپراتیف  غړې پاتې شوې او د غړو په زیاتوالي کې یې فعاله ونډه لوبولې ده. اغلې محرمه چې مسلکي ښوونکې ده، د جوزجان ولس په مینځ کې د درناوي وړ مېرمن ګڼل کېږي او د جوزجان کوپراتیف د سوداګرۍ  د ودې په برخه کې مهمه ونډه لوبوي. نوموړي په مدیره بورډ کې د شمالي کوپراتیفونو استازيتوب کوي. اغلې محرمه  په مدیره بورډ کې یواځینۍ ښځینه غړې ده.

غړی:
ښاغلی صدیقي د اقتصاد له پوهنځي څخه وتلی دی او د افغانستان حکومت لپاره یې د ۱۷ کلونو لپاره کار کړی دی. نوموړي د مالیې او شهدا او معلولینو وزارتونو سره په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کړې ده. ښاغلي صدیقي همداراز په ان جي او ګانو او همداراز د پرمختیايي دفترونو کې هم کار کړی دی. نومړوی د ختیځو کوپراتیفونو استازیتوب کوي.

غړی:

بشیرمحمد خان د افغانستان د مالي سکټور په برخه کې پراخه تجربه لري.

ښاغلی خان په افغانستان کې دکوچنیو قرضو په بنسټونو کې د مالي کارپوه په توګه کار کړی او همدارنګه د څارنې او ارزونې د برخې مشري او عملیاتو لارښوونه هم په غاړه درلودلې. ښاغلی خان د ایفسی ګروپ اجرائیوي ریاست دنده په غاړه لری.

اړیکه ونیسه

  • پته: دایفسی ګروپ دفتر، ده نودهبوری، دصوفی اسلام عالی ښوونځی ته مخامخ

    کابل - افغانستان
  •  ۱۰۸ ۸۸۸ ۷۲۹ (۰) ۹۳+
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. 
  • This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
Scroll to top